امنیت

يوولس تنه ډار اچوونکي دهېواد په ختيځ کې ونيول شول .

-کابل باختر د کب  اتلسمه نيټه
يوولس تنه  ډار اچوونکي دهېواد په ختيځو سيمو کې د ٢٤ ساعتو په بهير کې  ونيول شول
  دغه ډار اچوونکي چې دطالبانو او داعشيانو دډلې غړي بلل شوي دي له جنګي وسايلو سره دننګرهار ، لغمان او دکونړ ولايتونو په ځينو برخوکې نيول شوي دي
دهېواد په ختيځ کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان دباختراژانس خبريال  ته وويل په دغو ډار اچوونکو هغه وخت چې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو بريد وشو او ونيول شول .
  نيول شويو کسانو په خپلو لومړنيو  تحقيقاتو کې دطالبانو او داعشيانو په ډلو کې په خپل غړيتوب اعتراف کړى دى چې دهېواد په ختيځ کې په لسګونو ډار اچوونکو پېښو کې ګډون درلود .
  ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته