سیاست

د روښنايي غورځنګ داځلې خپل کليدي غړي په څنګ کې نلري

کابل باختر دزمري د مياشتې ٢ :
دروښنايي غورځنګ په چوکاټ کې   مظاهره کوونکي سره له دې چې خپل کليدي غړي په څنګ  کې نلري نن دښځو او نارينه و په    ګډون د زرګونو تنو هېوادوالو په شتون دپراخو مظاهرو په ترسره کولو سره    دغه راز ټينګار کوي  چې حکومت دې بايد  دترکمنستان د ٥٠٠ کيلواټه بريښنا دپروژې تګلورى دسالنګ له لارې  څخه دنورو ولايتونو په لور بدل کړي.
اعتراض کوونکي وايي  که چېرې  غوښتنو ته يې پاملرنه ونه شي  خپل اعتراض  ته دوام ورکوي اوله واټونو څخه نه لري کيږي .
دروښنايي غورځنګ په مشرۍ اعتراض کوونکي ادعاکوي چې دمرکزي ولايتونو حق تلف شوى دى   او دوى ددهمزنګ په چوک کې د تحصن څو  خيمې درولې دي او ټينګار کوي چې  اعتراض به  ونه ځنډوي.
اعتراض کوونکي په داسې حال کې  خپل اعتراض ته دوام ورکوي چې  داځلې  د جمهوري رياست دپخواني مرستيال محمدکريم خليلي او داجرائيه رياست دمرستيال حاجي محمد محقق په ګډون  دروښنايي غورځنګ يوشمير کليدي غړي په څنګ  کې نلري.
محمدکريم خليلي ديوې اعلاميې په  خپرولو سره څرګنده کړه چې  حکومت دروښنايي دغورځنګ ټولې غوښتنې  منلې دي .
ده له اعتراض کوونکو څخه غوښتي دي چې له مظاهرو څخه لاس واخلي .
له بلې خوا  هم د جمهوررئيس دويم مرستيال قانونپوه سروردانش  ديو پيغام په خپرولو سره دروښنايي غورځنګ مظاهرې ديوشمير کسانو له  غوغا ډکې نارې سورې وبللې او له مظاهره کوونکو څخه يې وغوښتل چې خپلې مظاهرې پاى ته ورسوي.
ديادونې  وړ  ده چې  دغه غورځنګ دڅه موده مخکې مظاهرو په پاى کې   جمهوررئيس محمداشرف غني دتوتاپ په مرسته  دافغانستان له  خاورې څخه دمنځنۍ آسيا دبريښنا دليږدونې  په باب  دحکومت دريځ داسې اعلام کړ : 
ددې لپاره چې دتوتاپ پروژې په باب دسياسي مشرانو  دمدني او ټولنيزو فعالينو او دماهرانو نظريې په يوې اجماع بدلې شي  ، ملي  کميسيون  جوړيږي .
جمهور رئيس غني تينګار وکړ چې دخبرو دروازې تل پرانستي دي  او هېوادوال دې بايد داحساساتو پرځاى   په مسلکي استدلال لاس پورې کړي.
جمهوررئيس دغه راز په خپل دريځ ټينګار وکړ  چې مدني اعتراض کوونکي  دمدني کولو په جوړښت ، سياسي کړنو ، دتاوتريخوالي  له چلندونو څخه دتيريدو  اودسياسي او ټولنيزو فعاليتونو دقانونمند کولو په باب مهم رول لري  خوبايد دهغو دښمنانو څارنه وکړو چې دافغانستان په کمين کې ناست دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته