امنیت

دنيمروز ولايت په مربوطاتو کې تيره شپه شپږتنه وسله وال طالبان ووژل شول.

کابل باختردچنګاښ دمياشتي ٣١ :

دنيمروز ولايت په مربوطاتو کې تيره شپه شپږتنه وسله وال طالبان ووژل شول.

دنيمروز دوالي ويندوى باختراژانس ته خبرورکړ دغه کسان ددلارام ولسوالۍ دګلستان چوک ساحه کې  له پوليسو سره په جګړه کې ووژل شول.،

ديوه اړونده خبرځاى دڅرگندونوله مخې  په دې جګړه کې چې دوه ساعته يې دوام درلود دوه تنه پوليس اودوه ملکي وګړي هم وژل شوي  اودوه تنه پوليس او يو بل ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

ټپيان روغتون ته ليږدول شوي اوروغتيايي حالت يې مخ په ښه والي بلل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته