کابل باخترد ليندي پنځه ويشتمه :
لس تنه ډار اچوونکي په کونړ ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
دغه نښته نن سهار د ډيورنډ کرښې ته څيرمه له هغه وروسته ونښته چې يوې ډلې ياغيانو دسرحدي مامورانو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړ .
دهېواد په ختيځ دپوليسو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې نښته کې لس تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
ويل کيږي چې ددغې نښتې په بهير کې پوځيانو د يرغلګرو طالبانو يوه اندازه جنګي وسايل او څو موټرسايکلونه ترلاسه کړي دي .
په دې نښته کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
ختم_ سعيده _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ