ټولنه

د سرپل په جيل کې ديوه بندي ځان وژنه

_   کابل باختر دمرغومي دمياشتې ١٥ :
په سرپل ولايت کې يوه  بندي ځان  زندى کړ.
په سرپل ولايت کې سيمه ييز مسوولين وايي  چې پرون سهار يو پوځي بندي  دسرپل په نوي جيل کې ځان زندى کړ.
د سرپل د والي وياند ذبيح الله  اماني باخترآژانس ته وويل :  دغه سړى دپوځي نظام قراول دخدمتونو دنقضولو په جرم  دڅه د پاسه يوکال په بند محکوم شوى و.
داماني دڅرګندونوله مخې  دغه سړى  ددغه ولايت  په مربوطاتو کې دبغاوي دکلي اوسيدونکى دى  چې تراوسه  دځان وژنې  علت يې نه دى روښانه شوى   او په دې باب څيړنې پيل شوي  دي.دا لومړى ځل دى  چې دسرپل په جيل  کې ديوه بندي دځان وژنې خبر خپريږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته