اقتصاد

د ملي تدارکاتو کمیسیون به په نوي مالي کال کې په زیربنایي پروژو تمرکز وکړي

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ٧
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشري د ملي تدارکاتو کمیسیون اوونیزه غونډه تېر ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د غونډې په پیل کې د یو ملیاردو ۱۲۱ ملیونو افغانیو په ارزښت د فواید عامې، ملي دفاع او د کورنیو چارو وزارتونو، د چارو د ادارې لوی ریاست او د کابل ښاروالۍ اړوند ۱۲ قراردادونه تصویب شول. همدارنګه ۳ قراردادونه رد او ۵ نور قراردادونه د زیات دقت په موخه بلې غونډې ته پرېښودل شول.
د هېواد جمهور رئیس په نوي مالي کال کې د ملي تدارکاتو کمیسیون په لومړۍغونډه کې څرګنده کړه، چې د ملي تدارکاتو کمیسیون به په روان مالي کال کې د هېواد د ملي اردو او ملي پولیسو د اعاشوي او سون توکو د اکمالاتو او د عامه تدارکاتو نظام د اصلاحاتو د موخو په عملي کولو سربېره  په لویو او منځنیو زیربنایي پروژو لکه بندونو، لویو لارو او نورو هم تمرکز وکړي.
جمهور رئیس زیاته کړه، وزارتونه او تدارکاتي ادارې دې تیاری ونیسي او دقیقه پلانګذاري دې وکړي، تر څو د تدارکاتو پروسه او د دې پروژو د تطبیق بهیر په ټاکلي وخت او کاري موسم کې پیل شي، ترڅو  له یوې خوا د زیربنایي انکشاف پروژې عملي شي او له بلې خوا به خلکو ته د کار زمینه برابره شي.
په دې غونډه کې د جمهور رئیس دویم مرستیال محمد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د مالیې، اقتصاد او عدلې وزیرانو او د ملي تدارکاتو کمیسیون یو شمېر مسوولینو هم حضور درلود.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته