فرهنګ

د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک شو

کابل/ د سلواغې ١٧مه/ باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر خپرونو د څارنې رياست او د عامې روغتيا وزارت د درملو او روغتيايي محصولاتو د تنظيم د ملي ادارې د اجرايوي رياست ترمنځ د همکارى هوکړه ليک نن لاسليک شو.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر خپرونو د څارنې رييس سېد جعفرراستين د هوکړه ليک د لاسليک په مراسموکې وويل: په هوکړه ليک کې ليکل شوي موارد زموږ د هېوادوالو له روغتيا او ژوندانه سره مستقيمې اړيکې لري؛ له همدې امله د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر اداري ژمنې سربېره د دغه هوکړه ليک پر تطبيق او عملي کولو اخلاقي ژمنه هم لري.
راستين زياته کړه چې په دولتي مرستو سربېره له خصوصي رسنيو څخه هم غوښتنه کېږي چې د هېوادوالو د پوهاوي په خاطر دې د روغتيايي محصولاتو اعلانونه د تخفيف په بدل کې خپاره کړي.
د درملو او روغتيايي محصولاتو د تنظيم د ملي ادارې لوى رييس غلام سعيد راشد د هوکړه ليک د لاسليک موخه د هغو بې کيفتو درملو د تبليغ مخنيوي وباله چې د هېوادوالو روغتيا ته زيان رسوي او ويې ويل چې روغتيايي اعلانونه له نورو اعلانونو سره توپير لري، ځکه روغتيايي اعلانونه زموږ د هېوادوالو له روغتيا او ژوندانه سره مستقېمې اړيکې لري او د خبر رسونې په برخه کې د عامې روغتيا له وزارت سره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت همکارۍ کېداى شي زموږ د هېوادوالو د روغتيا تضمينوونکي وي.
راشد زياته کړه: د عامې روغتيا وزارت هوډمن دى چې په راتلونکي کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ او د صنعت او سوداګرۍ له وزارتونو سره هم ورته هوکړه  ليکونه لاسليک کړي چې د انرژۍ پيدا کوونکو خوراکي توکو او څښاک د اعلانونو د واردېدو او خپرېدو مخه ونيول شي.
ختم- عطاالله -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته