کابل- باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٦
ټاکل شوې ده د کرکټ د ولايتي سياليو وروستۍ نيمايي پړاو سبا په کابل کې پيل شي.
د هيواد دکرکټ بورد ويندوى فريد هوتک نن د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه سيالۍ چې له څه مودې راپه دې خوا د (ملت د بابا) يا د (ايلت کپ) ترعنوان لاندې دکرکټ په ورزشي لوبغاړي کې د ولايتونو د دولسو غوره ټيمونو ترمنځ پيل شوې وې؛ څلورو ټيمونو وروستى نيمايي پړاو ته لاره وموندله چې له هغې جملې څخه دکابل او پکتيا دوه ټيمونه سبا سيالي کوي او د لغمان او ننګرهار ټيمونه به دغبرګولي د مياشتې په٣٠مه نيټه لوبه وکړي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ