امنیت

په روزګان کې له غیر مسوول وسله والو څخه د وسلو د راټولولو د بهیر پيل

ترینکوټ باختر د چنګاښ ۱۸ مه
د روزګان ولایت سیمه یېز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې له غیر مسوول وسله
والو څخه ۲۰ میله سپکې او درنې وسلې او۲ رنجر موټر اخېستل شوي دي.
د دغه ولایت امنیه قوماندان محمد معروف احمدزي د دوشنبې په ورځ باختر
اژانس ته وویل چې دغه وسلې او موټرونه يې په دغه ولایت کې د صالح محمد
په نوم له یو زور واکې څخه اخیستي دي.
هغه وايي: دغه لړۍ دوام لري او ډیر ژربه په دغه ولایت کې له ټولو غیر مسوول
وسله والو او زور واکو څخه وسلې او نور دولتي وسایل راټول کړي.
د یادونې وړ ده چې په دې ورستیوکې جمهور رېیس محمد اشرف غني افغان پوځ ته
امرکړی چې په ټول افغانستان کې غیرمسوول وسله وال او زور واکي بې وسلې
کړي اوقانوني چلند ورسره وکړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته