امنیت

داعش په جګړه کې ماتې وخوړه .

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٤
دننګرهار ولايت په مربوطاتو کې دقهر سيلاب په عملياتو کې دشاملوځواکونو دتيرې شپې دځپنده ګوزارونو له امله د داعش په تروريستي ډلې پورې اړوندو کسانو ماتې وخوړه .
د ٢١٠ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ : د داعش په ډلې پورې اړوندو کسانو تيره شپه غوښتل چې دننګرهار ولايت دهسکې مينې د ولسوالۍ ديو شمير کليو امنيت ګډوډ کړي چې دقهر سيلاب په عملياتو کې دشاملو ځواکونو دځپنده کوزارونو له امله دښمن له ماتې سره مخامخ شو او د داعش په ډلې پورې په لسګونو تنه افراد ووژل شول او يو شمير نور ټپيان شول دغه راز د دښمن يو کلاشنکوف او يو توغندى ويشتوونکى هم دمحاربې په ډګر کې پاتې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته