امنیت

درې تنه وسله وال طالبان په فراه کې ووژل شول .

کابل باخترد ليندي پنځه ويشتمه :
درې تنه وسله وال طالبان پرون دفراه ولايت په پشت رود ولسوالۍ کې له پوليسو سره په نښته کې ووژل شول .
دفراه ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند اقبال باهر  دباختراژانس خبريال ته وويل دغه درې تنه وسله وال طالبان هغه وخت ووژل شول چې ددغه ولايت دپشت رود ولسوالۍ  په امنيې قوماندانۍ بريد وکړ . 
په دې بريد کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او  څلور تنه نور ټپيان شول .
  ده څرګنده کړه چې په دې نښه کې يو ملکي وګړى شهيد او دوه تنه نور ملکي وګړي ټپيان شول خو په دې نښته کې امنيتي ځواکونوته زيان نه دى اوښتى .
  ختم_عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته