کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٢ :
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت دقندهار د والي په دفترکې د پرون ماښام تروريستي چاودنه چې په افغانستان کې د عربي متحده اماراتو د سفير او د قندهار د والي په ګډون د يوشمېرکسانو د ټپي کيدو او د قندهار ولايت د مرستيال، په قندهارکې دبهرنيو چارو وزارت دنمايندګۍ رئيس او په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان د سفارت د يوه ديپلومات په ګډون د يو شمېر نورو د شهادت سبب شو؛ په کلکه وغانده او هغه يې د اسلامي موازينو او دديپلوماتيک خونديتوب دمنل شويو اصولو سره په څرګند مخالفت کې وباله.
دباخترآژانس دخبرله مخې : په هغې اعلاميه کې چې ددغې تروريستي پيښې په اړوند دبهرنيو چارو د وزارت له خوا خپره شوې ده، ويل شوي دي : دغه تروريستي چاودنه په داسې حال کې رامنځته شوه چې په افغانستان کې دعربي متحده اماراتو سفير او د سفارت يوشمېر ديپلوماتان ديوه روزنتون دپرانستلو او د شهيدانو له کورنيو او له بې سرپرستو ماشومانو سره د مرستې لپاره دقندهار ولايت ته سفر کړى و چې له دې امله د افغانستان د دولت اوخلکو د ژورې خواشينۍ سبب شوى دى.
جنايتکار تروريستان په دغه شان وحشيانه عملونو سره په وار وار ثابته کړې ده چې د افغانستان د خلکو او زموږ د نړيوالو دوستانو ګډ دښمنان دي. له همدې امله د بهرنيو چارو وزارت باور لري چې دغه تروريستي جنايت نه يوازې د دوو ورونوملتونو دوستانه اړيکې نه شي خرابولى، بلکې د دواړو هېوادونو او د نړيوالې اجماع همکاري د تروريزم د اصلي جرړو د منځه وړلو لپاره دلازياتو هلوځلو اړتيا پياوړې کوي.
د بهرنيو چارو وزارت د الله (ج) له دربار څخه ددغې غمجنې پيښې شهيدانو ته د فردوس جنت ، دهغو کورنيو او د دوست هېواد عربي متحده اماراتو دولت او خلکو ته د خواخوږۍ د مراتبو په څرګندولو سره په افغانستان کې د عربي متحده اماراتو سفير، د قندهار والي او نورو ټپيانو ته د سملاسي روغتياهيله کوي.
1 1 دقیقه لوستل