امنیت

په کابل کې يو ميرمن په مرموز ډول ووژله شوه

کابل باختر د چنګاښ څلورمه :
پوليس د يوې ميرمنې د وژنې د څرنګوالي په باب چې تېره شپه په مرموز ډول د کابل ښار د څلورمې ناحيې په  زور آباد ساحه کې وژله شوې ده، تحقيقات پيل کړي دي .
د باختر آژانس دخبرله مخې:
د کابل د څلورمې حوزې آمر خالد حق پرست وايي: دغه  ميرمن د تومانچې په ډزو سره وژل شوې ده . 
داسې ښکاري چې دغه ميرمن ځان وژنه کړې ده. دغه ميرمن په يو اتاق کې چې دروازه يې تړلې وه؛ په داسې حال کې وژل شوې ده چې تومانچه يې په لاس کې دى   خو د پيښې د سيمې څيړنه ښيي چې هغې له نږدې څخه په ډزو سره وژل شوې ده .
د دغه ميرمن ميړه چې يوه بله ښځه هم لري؛ د قضيې د روښانه کيدو په مقصد نيول شوى دى .
پوليس د قصدي وژنې د احتمال خبره کوي.
دغه ميرمن په داسې حال کې وژل کيږي چې دوه ورځې مخکې د کابل د ده دانا يو اوسيدونکى د خپلې ميرمنې ستونى غوڅ  کړ او هغه يې ووژله .
دغه راز له دغې پيښې يوه ورځ مخکې د کابل ښاروالۍ يو کارګر د برچي په ساحه کې په ډزو سره ووژل شو.
په کابل کې د جنايي پيښو د زياتوالي د کابل اوسيدونکو ته زياتې انديښنې پيدا کړې دي او د کابل د پوليسو مسوولين د دغه شان پيښو د مخنيوي په لاره کې ناکام دي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته