سیاست

جمهور رئیس غني د المان د بهرنیو چارو وزیر خپل حضور ته ومانه

کابل باختر د کب شلمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ریس محمداشرف غني  نن غرمه د المان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس خپل حضور ته ومانه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې په دلګشا ماڼۍ کې وشوه دواړو لورو د سولې پروسې، تروریزم ضد مبارزې، ټاکنو، اصلاحاتو او د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د المان د بهرنیو چارو وزیر  افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو،  سولې پروسې او انکشافي پروژو څخه د خپل هېواد ملاتړ اعلام او څرګنده یې کړه، المان د تېر په څېر په ټولو برخو په ځانګړي ډول انکشاف، پایداره سولې، ټاکنو او د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړولو په اړه له افغانستان سره همکار دی.
جمهوررئیس غني د المان د بهرنیو چارو وزیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب،له افغانستان سره د المان د مرستو، د بن د لومړۍ غونډې او تر هغې د مخه له افغانستان سره د ښو مناسباتو د لرلو مننه وکړه.
ده دغه راز  په انکشافي پروژو، د ملي پولیسو روزنه او د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د الماني ځواکونو د رول  قدرداني وکړه.
د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه، د جمهوري ریاست، ولایتي او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د افغانستان حکومت او خلکو لومړیتوب دی او په ټاکلې نېټه ترسره کېږي.
جمهوررئیس غني وویل، د سولې مشورتي لویه جرګه د سولې په اړه د ملي انسجام په خاطر ده چې ژر به جوړه شي او  افغانان د سولې د تحقق لپاره په تدبېر سره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.# پاى- فضل واحد

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته