ورزش

د آسيا د جنوب دفوټبال په سياليوکې د افغانانو د اتلوالى له امله د افغان ملت بې سارى هرکلى

کابل باختر د وږي  يو ويشتمه :
د هيواد په ګوټ ګوټ کې په لسګونو زرو تنو افغانانو د مارشونو په کولو سره د آسيا د جنوب د فوټبال په سياليوکې دخپل هيواد د اتلوالى هرکلى وکړ .
د افغانستان دفوټبال ملي ټيم پرون وکولاى شول د صفر په مقابل کې په دوو سره د هند د فوټبال په ملي ټيم بريالى شي او د لومړي ځل لپاره د آسيا د جنوب  د هيوادونو د فوټبال دسياليو اتل شي .
له دغه  برياليتوب وروسته  دهيواد په ګوټ ګوټ کې په لسګونو زره تنه ښځې، نارينه، نجونې او هلکان واټونوته ووتل او د مارشونو په کولو سره يې ددغه  برياليتوب تود هرکلى وکړ .
دخوښۍ اوخوشحالۍ دغو مراسمو په ډيره ښه توګه ترسهارپورې دوام درلود او اوس هم خلک دافغانستان د بيرغ په ليږدونې سره د خپل  هيواد د فوټبال د ډير سترتاريخي برياليتوب نمانځنه کوي .
دافغانستان دګوټ ګوټ څخه دخبريالانو دخبر له مخې: افغانان چې د وزګارتيا، بې وزلى، بد امنى، چاودنې او د ځانمرګوبريدونو په ګډون د لسګونو ستونزو له امله ځوريږي؛ د آسيا د جنوب په سياليوکې د خپل ټيم د اتلوالى د لقب په گټلو سره نه به وايې چې کلونه کلونه کيږي چې د مترقي او پرمختللو هيوادونو په شان  په خوشحالۍ کې ژوندکوي .
په دې شپه په وار وار د هيواد په ګوټ ګوټ کې په تيره بيا په سترو ښارونوکې دخوشحالۍ د ډزو، چيغو وهلو، د اوښکو د تويولو او د الله اکبر د ناروغږ اوريدل کيده، خو دغې چيغې د ويرې او ډار زيږنده نه وي. دغه ډزې د وينې تويولو او د چارو د وژلو په خاطرنه وي او په پاى کې دغه اوښکې د غم او درد زيږنده نه وي، بلکې د يو داسې ملت د خوشحالۍ څرګندوى وي چې له کلونوکلونو محروميت او د ژوندانه له ډيروکوچنيو اسانتياوو څخه لرې د يو ستر ملي  برياليتوب هرکلي ته ناست و، د خوشحالۍ اوښکې يې تويولې او شعارونه يې ورکول چې ((ژوندى دې وي افغانستان)) او ((ژوندى دې وي د افغانستان د فوټبال ملي ټيم .))
په قندهار ښارکې  درې اتيا کلن شاه محمود چې د ده په خبره په خپله بزګر دى؛ په داسې حال کې چې اوښکې يې تويولې؛ وويل: زموږ ټيم اتل شو. دا د لوى خداى( ج) احسان دى.
ده وغوښتل چې افغانان له جګړې او ډار وروسته يوڅه حوشحاله شي .
په دغه ښارکې ځينوکسانو لاريون کاوه او ((ژوندى دې وي افغانستان)) شعارونه يې ورکول او ځينو نورو په خپلو موټرو او دکورونو په بامونوکې موسيقۍ اوريدله؛ ترانې يې ويلې او د خپل ملي ټيم د وياړ ګټې په نسبت يې خوښي څرګندوله.
په دغو غونډو او مارشونوکې له ايران څخه ځينې شړل شوي افغانان هم شامل وو. دوى په داسې حال کې چې د خپلې ډوډۍ او استوګنې لپاره پيسې نه لرلې؛ له درد او غم څخه لرې د خپلونورو هيوادوالو تر څنګ خنديدل او د خوشحالۍ اوښکې يې تويولې.
په ځينوولايتونوکې ښځې او د نجونې په تفريحي پارکونو او د واټونو په پليو لارو کې راغوندې شوې او د شپې په تورتم کې يې ددغه ستر تاريخي برياليتوب له امله دخوشحالۍ جشنونه جوړکړل .
نن هم په ځينو ولايتونوکې خلکو واټونو ته په وتلو سره د خوشحالۍ جشنونه جوړ کړل.ځينو دولتي او خصوصي ارګانونو هم دغونډوپه جوړولو سره ددغه برياليتوب هرکلى وکړ .
په يو دغه شان نړيوال تورلمنټ کې د افغانستان لومړنى اتلوالى په ملي او نړيوالو رسنيو کې هم پراخ انعکاس درلود .
له دې جملې څخه د اسکاى اسپورت، ګول او د ګول په ګډون معتبرو ورزشي سايټونو او د سي ان ان، الجزيرې، اى اس پي ان او نورو په ګډون د نړۍ ځينو معتبرو رسنيو د افغانستان اتلوالى منعکسه کړه.
ددغو ورزشي رسنيو تحليلګرانو په نړيوالو سياليوکې دافغانستان دفوټبال دملي ټيم دڅو وروستيوکلونوکړه وړه په هيوادکې ددغې ورزشي څانګې د ودې څرګندوى وبلل او دافغانستان دغوره ليک جوړيدل يې زموږ په هيوادکې دفوټبال دښي راتلونکي زيرۍ ورکوونکي وبلل .
دځينو نړيوالو رسنيو دخبر له مخې: دامريکا دجمهور رييس بارک اوباما، د المان او هالند د صدراعظمانو، د هند او پاکستان د هيوادونو جمهورو رييسانو او صدراعظمانو په ګډون، د نړۍ د هيوادونو ځينومشرانو، د افغانستان او هند وروستۍ لوبه د ټلويزيون له لارې ننداره کړه .
جمهور رييس کرزي هم د ټلويزيون له لارې د افغانستان او هند د وروستۍ لوبې ننداره وکړه . 
حامدکرزي دکابل هوايي ډګر ته په يون سره د نورو زرګونو تنو افغانانو ترڅنګ دخپل هيواد د فوټبال دملي ټيم هرکلى وکړ .
په افغانستان کې هم ځينو رسنيو، ملي سوداګرو او سيمه ييزو مسوولينو په ګڼ ميشتو سيمو ، پلورنځيو او هوټلونوکې دسترو ټلويزيونونوپه فعالولو سره په ډله ييز توګه ددغې لوبې د نندارې لپاره زمينه برابره کړه .
په همدې حال کې ځينو افغان مقاماتو او سوداګرو د افغانستان د فوټبال له فدراسيون  سره د نغدي مرستې په ژمنې سره دهيواد له دغو وياړلو اتلانو سره خپل ملاتړاعلام کړ.
دکندز، بدخشان او قندهار په ګډون په ځينو ولايتونوکې دښوونځيو او پوهنتونونو په سلګونو تنو زده کوونکو اومحصلانو دغونډو په جوړولو سره دخپل هيواد دفوټبال ملاتړ وکړ .
داپه يو ستر نړيوال تورلمنټ  کې  د افغانستان لومړنى اتلوالى به نن هم دښځو، نارينه و ، نجونو او هلکانو په ګډون، په زرګونوتنه افغانان دخپلو فوټبالرانو دکتنې او هڅونې لپاره دکابل ورزشي ډګر او د افغانستان د فوټبال فدراسيون اختصاصي ورزشي  ډګر ته لاړل .
زموږ دهيواد دفوټبال ملي ټيم دلومړي ځل لپاره په دې اتلوالى سره د آسيا د وچې دغوره ټيمونو ترمنځ ددغه وچې د ملتونو د جام په سياليوکې دګډون حق  ترلاسه کړ.
  ختم_ ف _ اکرم
د هيواد دفوټبال دملي ټيم د هرکلى او قدردانۍ په خاطر ځانګړي مراسم پرځاى  شول
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته