ټولنه

د افغانستان د عالمانو سراسري شورا : ځانمرګي بريدونه داسلام دمقدس دين پرخلاف دي

کابل باختر دسلواغې ١٠ نيټه :
د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا ريېس  مولوي قيام الدين کشاف  نن  په
يوه خبري غونډه کې  په هېواد کې  وروستي ځانمرګي بريدونه حرام او د اسلام د مقدس دين  د حکمونو  پرخلاف  وبلل .
د باخترآژانس د خبرله مخې ؛ په دې خبري غونډه کې چې په هېواد کې د وروستي تروريستي بريدونو د غندنې په اړوند  د عالمانو د غونډې په نامه  جوړه شوه  د افغانستان  د عالمانو د سراسري شورا غړو  او يوشمېر ديني عالمانو  ګډون کړى وو.
د افغانستان  د عالمانو د سراسري شورا رئيس مولوي قيام الدين کشاف په هېواد کې  تروريستي بريدونه حرام وبلل او ويې ويل  چې دغه بريدونه د اسلام دمقدس دين  د زده کړو پرخلاف دي .
مولوي کشاف  زياته کړه  چې په کابل ، ننګرهار او قندهار کې وروستي ځانمرګي بريدونه چې له امله يې  په سلګونو تنه شهيدان او ټپيان شول غير اسلامي او غيرانساني دي او هيڅ راز ديني توجيه نه لري.
د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا رئيس د پاکستان د عالمانو د شورا  فتوا ته په پاملرنې سره   چې  ځانمرګي بريدونه يې يوازې په پاکستان کې حرام بللي وو ، وويل  چې د اسلام د مقدس دين  نصوص  او حکمونه  په يوې ځانګړې سيمې پورې  مختص نه دي   او ټوله نړۍ  پکې  شامليږي.
په دې غونډه کې د عدليې وزارت معين او د افغانستان دعالمانو د سراسري شورا  غړي مولوي محمدقاسم حليمي  له مخالفانو څخه و غوښتل  چې د سولې له بهيرسره يوځاى شي .
د ده د څرګندونوله  مخې د اسلام مبين دين  د سولې او زغم دين دى   او د اسلام  د مقدس دين  د نصوصو له مخې  هغه کسان چې  سولې سره مخالف دي د اسلام د دين مخالفين  هم دي .
د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا غړي  مولوي عبدالسلام عابد په دې خبري غونډه کې وويل  چې ځانمرګي بريدونه په اسلام کې  شرعي حکم نه لري.  عابد څرګنده کړه  چې  په هېواد کې  روانې  جګړې ته  له افغانستان څخه بهر سازمان ورکول کيږي  .
د ده دڅرګندونو له مخې ؛ د افغانستان د خلکو دښمنان  د هېواد پرمختګ او  ابادي  نه شي زغملاى  له  همدي امله  په دغه شان بريدونو لاس پورې کوي
ددغې غونډې په پاى کې برخه والو د  وروستيو ډار اچوونکو پيښو ټپيانو ته            وينه ورکړه.  پا ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته