کابل باختردتلي اتلسمه :
په هرات ولايت کې د ځوانانو د فوټسال سياليو پرون په دوو لوبو سره دوام وموند .
دهرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې لوبه کې د ميوند ټيم د يوې په وړاندې په دوو سره د صرافانو ټيم ته ماتې ورکړه او د عرفان ټيم د دوو په وړاندې په نهو سره د نهضت پر ټيم بريالى شو.
دځوانانو دفوټسال سيالۍ د اته ويشتو ټيمونو ترمنځ په هرات ولايت کې پيل شوې او په دوام يې نن د يلاني د ځوانانو ټيم د نوايي له ټيم سره او د انصاري ټيم د ثارالله له ټيم سره لوبې کوي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ