امنیت

په ننګرهار کې يوسړى له سلګونو کيلوګرامو چرسو سره ونيول شو .

کابل باختر د مرغومي دويمه :
يوسړى په ننګرهار ولايت کې له درې سوه کيلوګرامو چرسو سره ونيول شو .
دغه سړى پرون ناوخته دسره رود  ولسوالۍ په مربوطاتو کې دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې هغه وخت ونيول شو چې درې سوه کيلوګرامه  چرس يې يوځاى ته ليږدول.
دننګرهار دوالي وياندعطاالله خوږياڼي  باختراژانس ته وويل چې نيول شوى سړى دنشه يي توکو انډې په مهارت سره په يو باروړونکي موټر کې ځاى پرځاى کړى و .
  ختم_ عطاالله _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته