امنیت

يوه ډله انسان تښتوونکي په نيمروز کې ونيول شول

کابل / د وري ۲۵ مه/ باختر د زرنج پوليسو پرون يوه پنځه کسيزه ډله انسان تښتوونکي په دغه ولايت کې ونيول. د نيمروز د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول ابراهيم اميني باختر آژانس ته وويل: د دغې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبينو دغه کسان هغه وخت ونيول چې غوښتل يې د زرنج ښار يو اوسېدونکى وتښتوي. امنيي زياته کړه: له نيول شويو کسانو څخه يو کلاشنيکوف، دوه تومانچې، د پوليسو درې جوړې دريشۍ، څلور لاسي بمونه، ٩مبايلونه او يو فيلډرډوله موټر ترلاسه شوي دي. هغه وويل چې نيول شويو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړى دى او پوليسو ته جوته شوه چې دغو کسانو د زرنج ښار په کچه د انسان تښتونې، وژنې او په څو وسله والو غلاوو کې لاس درلود. پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته