ټولنه

په ننګرهارکې د یوه قوماندان په ګډون درې تنه طالبان ووژل شول

جلال ا باد باختر د لنیدۍ ۲۵ مه
د ننګرهار ولایت د خوږیاڼیو ولسوالۍ د مملې په سیمه کې د یوه قوماندان په ګډون درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه وسله وال طالبان پرون د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوي دي.
ویل کېږي په ترسره شوي برید کې ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته