امنیت

په ننګرهار ولايت کې يوې محکمې يو سړي دخپلې دميرمنې د وژلو په تور په شپاړس کاله بند محکوم کړ . دننګرهار ولايت دبهسودو ولسوالۍ په اوسيدونکي علي احمد تور لګول شوى دى چې اته کاله مخکې يې خپله ميرمن وژلې وه . دادعلي احمد دويمه محکمه ده ، ده په

  خلکو ته دخوست ولايت دسيمه ئيزو مسوولينودحساب ورکولو اوونۍ دويمې ورځې ته ورسيده .

 په دغو دوو ورځوکې دخوست ولايت  دپوهنتون ، مخابري ، اطلاعاتو او فرهنګ ،ښاروالۍ  اوګمرک  رييسانو له خبريالانو سره په غونډه کې  په روان کال کې دخپلو اړوندو ادارو دکارونو په باب معلومات ورکړل .

 دباختر اطلاعاتي اژانس دخبر له مخې، ټاکل شوې ده ديوې اوونۍ په بهير کې  په خوست ولايت کې دټولو ادارو مسوولين دخپلو کارونو په باب درسنيو له لارې خلکو ته  رپوټونه وړاندي کړي  .

 دخوست  والي عبدالجبار نعيمي وايي چې خلکو ته حساب ورکول دولتي مسوولينو په کارونوکې شفافيت رامنځته کوي او دغه راز اداري فسادکموي .

  دخوست دوالي دڅرګندونوله مخې، خلکو ته دحساب ورکولو  له لارې په خکو  مت کې دهغوي باور زياتيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته