سیاست

جمهور ريیس غني د مشرانو جرګې د اوو کمېسیونونو له مسوولینو اوغړو سره وکتل

کابل/ د مرغومي ٢٠مه/ باختر    
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني د ملي شورا له بېلابېلو کمېسیونونو سره د کتنو په لړ کې پرون له غرمې مخکې د مشرانو جرګې د اوو بېلابېلو کمېسیونونو له مسوولینو او غړو سره وکتل.
د جمهوررييس د وياند دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په چهار چنارماڼۍ کې وشوه، په پیل کې د مشرانو جرګې لومړي نایب محمدعلم ایزدیار د  ناستو  د دغې لړۍ د پیلولو په خاطر له جمهورريیس څخه په مننې د دغې لړۍ د دوام غوښتنه وکړه. نوموړي له ستونزو او ناخوالو څخه د راوتلو لپاره ملي یووالی، د ټولو همغږي او همکاري حتمي وبلله.
ورپسې د دیني او فرهنګي چارو کمېسیون ريیس عبداللطیف نهضت یار، د ملي اقتصاد، مالي او بودجې کمېسیون ريیس محمدعظیم قویاش، د شکایتونو د اورېدو کمېسیون ريیس ډاکټر زلمي زابلي، د تقنیني، عدلي او قضایي چارو کمېسیون ريیس مولوي غلام محی الدین منصف، د ولایتي شورا، مصوونیت او امتیازاتو کمېسیون ريیس قاري میرحاتم  تره خېل، د ښځو چارو او مدني ټولنې کمېسیون ريیسې ګلالۍ اکبري او د قومونو، قبایلو او معلولینو کمېسیون رييس محمد آجان منګل د خپلو کمېسیونو د کړنو او راتلونکو پلانونو په اړه جمهورريیس ته معلومات ورکړل.
د یادو اوو کمېسیونونو ريیسانو په اړوندو برخوکې د بېلابېلو ستونزو، د هغو د لاملونو او حل لارو د شریکولو ترڅنګ له جمهوررييس څخه وغوښتل چې اړوند وزارتونه او مسوولین د خلکو د ستونزو اواري او ښو خدماتو وړاندې کولو ته لا متوجه کړي.                             
جمهورريیس غني له یادو ویناوالو څخه په مننې، مشوره اسلامي اصل وباله او ويې ویل: د ملي شورا له بېلابېلو کمېسیونونو سره د ناستو دغه لړۍ به دوام ولري.
همدارنګه یې وزیرانو او د بېلابېلو ادارو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د کمېسیونونو ستونزې او وړاندیزونه جدي ونیسي؛ د حل لپاره یې اقدامات وکړي او همدارنګه خپلې اصلاحي برنامې له مشرانو او ولسي جرګې سره شریکې کړي.
جمهورريیس همدارنګه د مشرانو جرګې له سناتورانو څخه وغوښتل، د هغو غونډو شمېر دې مشخص او واضح کړي چې د وزارتونو او ادارو لومړۍ درجه مسوولین ور غواړي چې هغوی هم خپلو مسوولیتونو ته رسېدګي وکړي او هم د کمېسیونونو په  غونډو کې ګډون وکړای شي.
د هېواد جمهورريیس د مشرانو جرګې له غړو هیله وکړه چې د مقرریو، شخصي عریضو، غوښتنو او وړو مسایلو پرځای پر لویو ستونزو او مسایلو تمرکز وکړي او  د درې ګونو قواوو د دندو ترمنځ د تفکیک اصل ته په درناوي د قضاوتونو پرځای یوازې نظارت وکړي.
جمهورريیس څرګنده کړه: د بېلابېلو وزارتونو د ارزونې په پایله کې یې یوازې په  پوهنې وزارت کې د اساسي اصلاحاتو په موخه  له اړوندو مسوولینو سره لس غونډې  کړي  چې د هغو د تطبیق په رڼا کې به پوهنې وزارت کې سمون او ښه والی راشي.
په نوي ښوونیز کال کې به حد اقل ٧ زره د نجونو او هلکانو لېسو ته د انټرنټ او ټکنالوجۍ اسانتیاوې برابرې شي او د شپږ زره ښوونځیو له جوړولو سره به د ودانیو د نه شتون ستونزې په اساسي توګه حل شي.
جمهورريیس غني د حج په پروسه کې شته ستونزو ته په  اشارې د ارشاد ، حج او اوقافو وزارت سرپرست ته لارښوونه وکړه چې د حج پروسې، خصوصا د تدارکاتو او عملیاتي برخې ستونزې په اساسي توګه حل کړي او همدارنګه د سهمیې او د حاجیانو د معلمانو د استخدام برخه کې د شفافیت او اهلیت ترڅنګ د ولایتونو ترمنځ عدالت هم تامین کړي.
جمهورريیس وویل: د هېواد د خودکفایۍ لپاره له فساد سره د جدي مبارزې ترڅنګ به ګمرکونه له مالیې وزارت څخه نیمه خپلواک شي، د اوبو په مدیریت او داخلي تولیداتو         به اساسي پانګونه وشي. غیرعادلانه تنخواګانې به له منځه یوړل شي. د ولایتونو د اساسي پرمختګ په موخه به افغانستان په اتو انکشافي زونونو ووېشل شي او د هر ولایت راتلونکي او یو تربله اړیکو ته به اساسي پام وشي.
محمد اشرف غني په ټینګار سره وویل: سیستم او بنسټونه باید په اساسي توګه جوړ شي او هره  افغانۍ چې لګول کېږي، موثریت او پایله یې باید معلومه وي. د لوړو زده کړو په ګډون د ټولو وزارتونو او ادارو د خدماتو موثریت او ښه والي، سرحدي ولایتونو او ولسوالیو، د زندانونو وضعیت، عالمانو، مدرسو، کوچیانو، د بالاحصارونو بیارغاونې او د اصلاحاتو بهیر تطبیق ته اساسي توجه کېږي.
جمهورريیس غني ملي یووالی، د قانون حاکمیت او د جمهوریت پایښت د ټولو غوښتنه وبلله او ويې ویل: ملي وحدت له ستونزو څخه د وتلو کیلي ده او د ملي بحث په پایله کې باید خپلې ملي کرښې لا روښانه کړو او د مشرانو جرګې له استازو څخه یې وغوښتل چې د سیاسي قشر ترمنځ د متقابل درناوي د فضا د ایجاد په برخه کې ګامونه واخلي.
جمهورريیس وویل: په سیمه کې وروستیو پېښو حالات ډېر پېچلي کړي او د هېواد د ملي ګټو په خاطر باید په بهرني سیاست کې د وضاحت ترڅنګ په تدبیرګام واخیستل شي.
هغه زیاته کړه: د فساد د له منځه وړلو لپاره باید اداري جوړښت اساسي بدلون  ومومي، برنامه محور، عملي او اساسي باید مخته لاړ شو او داسې فضا ایجاد کړو چې د تبعیضي او توپیري چلند مخه په کې ونیول شي.
جمهور ريیس غني د خپلو خبرو په پای کې د اساسي قانون او د هېواد د ملي ګټو په رڼا کې د مشرانو جرګې د استازو د کړنو، پرېکړو، ملي دریځ او رول قدرداني وکړه او د درې ګونو قواوو ترمنځ یې پر لا ډېرې همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ.
پاى ذ 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته