نړۍ

په شمالي وزيرستان کې دبې پيلوټه امريکايي الوتکو په بريدونوکې ديوولس تنو مليشه طالبانو وژل کيدل

ميرامشاه  باختر دچنګاښ  اته ويشتمه :
  دشمالي وزرستان په قبايلي سيمې نن سهار  دبې پيلوټه امريکايي الوتکو په بريدونوکې  يوولس تنه مليشه طالبان ووژل شول
باختراژانس دپاکستان د ډان ورځپاڼې له خولې خبر راکړ په دغو بريدونوکې اته توغندي دشمالي وزيرستان  دداتاخيلو په  تحصيل کې  په يوې ودانۍ  ولګيدل چې له امله يې دوسله والو طالبانو دډلې  ديو شمير جګپوړو کسانو په ګډون يوولس تنه ووژل شول .
   دسيمه ئيزو خبرځايونو دڅرګندونو له مخې  هغه ودانۍ چې توغندي پرې لګيدلي دي په پنجابي طالبانو پورې اړونده وه او وژل شوي کسان دپنجابي  طالبانو دډلې  غړي وو .
سره له دې  هم تراوسه پورې دافرادو هويت نه دى مشخص شوى داپه شمالي وزيرستان کې دپاکستاني پوځيانو دعملياتو دپيل  له وخت څخه تراوسه پورې  دبې پيلوټه  امريکايي الوتکو  دريم بريد دى .
شمالي وزيرستان نيمه کور واکه قبايلي سيمه ده چې دالقاعده دپاکستاني طالبانو دتحريک او ازبک او ايغور په ګډون دپوځي مليشو دڅو ډلو پټنځاى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته