ورزش

دفوتبال دملي ټيم غړى دوبي ته روان شول

کابل- باختر د کب دويمه :
دفوتبال دملي ټيم غړي داسيا دچلنج کپ په سياليو کې دګډون په مقصد نن له کابل څخه دوبي ته روان شول .
دالمپيک دملي کميټې ويندوى مجيب الرحمن رحماني باختراژانس ته وويل ددغه ټيم غړي له پنځو ورځو تمرنيونو وروسته له دوبي څخه دلاوس هيواد ته ځي او داسيا دجلنج کپ په سياليو کې چې دروان ميلادي کال دمارچ دمياشتې له دويمي نيټې څخه تر څلورمې نيټې پوري داسيايي هيوادونو دشلو ټيمونو ترمنځ ترسره کېږي  ګډون کوي .
رحماني وويل دافغانستان ټيم په سي  ګروپ  کې دلاوس ، سريلانکا اومنګوليا له ټيمونوسره سيالۍ کوي او په دغو سياليو کې ګتوونکې ټيم کولاى شي  د ٢٠١٤ کال په نورو سياليو کې چې په مالديف  کې ترسره کېږي  ګډون وکړي
په  دې سفر کې درې ويشت تنه ورزشکاران او اته تنه چې پکې ښوونکې اوهييتان پکې دي ګډون لري .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته