فرهنګ

داطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت کې دپروپوزل ليکنې روزنيز پروګرام پاى ته ورسيد .

-کابل باختر د سلواغې اتلسمه :
دپروپوزل ليکنې  روزنيز پروګرام  چې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت  دجندر دامريت له خوا د ويژن  دخدماتي او مشورې ورکونې دشبکې او دافغانستان  د متشبثو ځوانانو  دمرکز دبنسټ په همکارى جوړ شوى و . نن پاى ته ورسيد .
دغه پروګرام پرون داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ديوشمير کارکوونکو او دبېلابېلو بنسټونو دځوانانو په ګډون  ددوو ورځو لپاره جوړ شو .
  د پروپوزل ليکنې دروزنيز پروګرام په نننۍ  کار کې ( دنظر ور موادو دبشپړومعلوماتو  ليکنه ) دويژن دخدماتي او مشورې ورکونې دشبکې رييس  ياسر مجددي  دپروپوزل ليکنې د وروستيو پړاونو په اړوند چې دپروپوزل  غوښتونکي مراجع ،  دپروپوزل  صادروونکى مراجع ، دپروپوزل  سرچينې او دپروپوزل  راټولول پکې شامل دي ، معلومات وړاندې کړل .
  ددغه پروګرام  په پاى ته رسيدونکي غونډه کې  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت مالي اداري او ګرځندوى  معينې  پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي  په خبرو کې دويژن  دخدماتي او مشورې ورکونې  شبکې او دافغانستان دمتشبثو ځوانانو  دمرکز دبنسټ دهمکارى له امله  چې ددغه روزنيز پروګرام  په جوړولو کې يې  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دجندر له امريت سره  مرسته وکړه  ، مننه وکړه .
دې ددې ترڅنګ  چې په اوسنيو سختوشرايطو کې دهېواد دځوانانو دلارې پرسر  دپرتو ستونزو يادونه وکړه داطلاعاتواوفرهنګ وزارت  دکارکوونکو او ځوانانو دپوهې دکچې دلوړولو په لاره کې يې  دروزنيزو پروګرامونو جوړول ارزښتناک ګام وباله .
دغه راز  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دجندر امرې محبوبې سعادت هم  دهغو بنسټونو  دهمکارى له امله  چې ددغه پروګرام په جوړولو کې يې  کړې ده مننه وکړه او ويې ويل  چې دويژن  خدماتي او  مشورې ورکونې شبکې  په دې وروستيو وختو کې ددې وزارت  دجندر  له امريت سره  دهمکارى تفاهم ليک لاسليک کړ  چې دهغه له مخې ، په بېلابېلو برخو کې دروزنيزو پروګرامونو  دجوړولو په برخه کې  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت له کارکوونکو سره همکاري کوي .
دغه راز  دافغانستان دمتشبثو ځوانانو  دمرکزدبنسټ مرستيالې مريم نوري هم  په خبرو کې د ځوانانو او دنورو بنسټونو دکارکوونکو لپاره  ددغه شان روزنيزو پروګرامونو جوړول ګټوراو ارزښتناک  وبلل .
ددې پروګرام په پاى کې ددغې روزنيزې  دورې  شامل تصديق ليکونه  دپوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي او دنورو مسوولينو په واسطه  وويشل شول .
او دغه راز داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دموسيقي  رياست دغږوونکو په واسطه  دموسيقي پارچې  اجرا شوې .
ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته