کابل /دليندې ١٨مه /باختر
د فراه په مرکزاو پنځو ولسواليوکې د نجونواوهلکانوپه ګډون د ښوونځيو ٧٥ زرو زده کوونکو ته د څښاک د اوبو د ٧٠ څاګانو کېندلو کار نن پيل شو.
د فراه د پوهنې رييس مولوي اخترمحمد زعيم د باختراژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې دغه څاګانې د ودان د نړيوالې موسسې په مالي مرسته اود فراه د پوهنې رياست په همکارى کېندل کېږي.
د يادونې وړده چې په وروستيو دوو کلونوکې په فراه کې وچکالى په دغه ولايت کې د اوبود سطحې د ټيټېدوسبب شوى دى اود فراه د ښوونځيود څښاک داوبو زياتې څاګانې وچي شوي دي
ج-ا