امنیت

دوه تنه به بلخ کې ووژل شول

مزارشريف باختر دغبرګولي دمياشتې  ٢٠ :
دوه  تنه  پرون د بلخ ولايت په خلم و لسوالۍ کې د جګړې  په بهيرکې ووژل شول.
د بلخ ولايت د خلم ولسوال سيد امير هاشمي باختر آژانس ته وويل: د دوو تنو وګړني پاڅون کوونکو ترمنځ  جګړه ونښته چې له امله يې له دواړو لورو څخه دوه تنه ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.
ده زياته کړه: دغه جګړه د سيمې د خلکو او د امنيتي ځواکونو په منځنګړيتوب پاى ته رسيدلې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته