خبرونهامنیت

د عامه ساتنې تصدۍ رياست مطبوعاتي آمر شهید شو

۷- کابل / د مرغومي ۲۱ مه / باختر
د کابل پوليسو تاييد کړ چې د کورنيو چارو وزارت د عامه ساتنې تصدۍ رياست مطبوعاتي آمر نن په کابل ښار کې په يوه تروريستي پېښه کې شهید کړای شو.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ د عامه ساتنې تصدۍ رياست مطبوعاتي آمر ضيا “ودان” په هغې چاودنه کې چې نن سهار د کابل ښار په اتمې ناحيې پورې اړوند طلايي ښارګوټي ته څېرمه رامنځته شوه؛ له خپل موټر چلوونکى او ساتونکي سره شهید شو.
ماين د ضيا “ودان” د سپرلۍ په موټر کې ځاى پرځاى شوی و او په پېښه کې يو ملکي وګړی هم ټپي شوى دى.
ختم-ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته