سیاست

جمهوررئیس غني د خپلو وروستیو سفرونو د لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل

کابل باختر د چنګاښ شلمه
د افغانستان داسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې په مطبوعاتي کنفرانس کې قزاقستان، ترکمنستان او تاجکستان ته د خپلو وروستیو سفرونو د لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل.
دجمهور رييس  دوياند دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ.
دغه مطبوعاتي کنفرانس چې په ارګ کې ترسره شو، جمهوررئیس وویل: قزاقستان، ترکمنستان او تاجکستان ته وروستي سفرونه او همداراز په راتلونکي کې د مرکزي اسیا هېوادونو ته زموږ سفرونه هغه مهم اقدامات دي چې د افغانستان جغرافیه په یوه فرصت بدلوي.
هغه زیاته کړه، واخان د افغانستان له محرومو سیمو څخه ده او هڅه کېږي داسې کوریدور جوړ شي چې نوري فایبر له دې لارې انتقال شي او وروسته به د ریل پټلۍ له لارې  د افغانستان او چین د نښلولو په اړه هر اړخیزې خبرې ولرو. جمهوررئیس زیاته کړه، موږ  به د کندز-هرات د ریل پټلۍ دجوړېدو په اړه له چین سره مفصل بحثونه ولرو.
جمهوررئیس څرګنده کړه،  بدخشان، تخار، کندز، بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس او هرات ولایتونه به د مرکزي اسیاد د سفرونو پایلې وویني او اوسمهال د افغانستان شمالي سرحدونه له سړو مناسباتو پر تودو مناسباتو بدل شوي دي.
جمهوررئیس زیاته کړه ، زموږ موخه دا ده چې د افغانستان موقعیت له فرصت څخه پر عایداتي منبع بدل کړو او د هېوادوالو ژوند ته بنیادي بدلون ورکړو.
هغه د برېښنا انرژۍ په اړه وویل،  برېښنا د زیربناووـزیربنا ده او موږ هڅه کوو چې د برېښنا له انرژۍ د عایداتي منبع په توګه ګټه واخلو. جمهوررئیس زیاته کړه، پخوا له داخلي منابعو څخه د برېښنا د تولید لپاره طرحه نه وه او که چېرې په دغو منابعو تمرکز ونشي، نو په صنعت، خدماتو او کارونو کې  پرمختګ  نشي راتلی.
جمهوررئیس محمداشرف غني څرګنده کړه، تر دې دمخه د سیمې هېوادونو سره د اقتصادي او پراختیایي اړیکو  ټینګښت لپاره اساسي طرحه نه وه او اوسمهال زموږ اړیکې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره په هراړخیزه توګه  تامین شوي دي.
د هېواد جمهوررئیس وویل، ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان هېوادونه تیار دي چې له افغانستان سره د برېښنایي انرژۍ د زیاتو صادراتو په برخه کې همکاري وکړي او موږ د برېښنا بیه راټیټه کړې ده.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس زیاته کړه، افغانستان پخوا په یوه بندر پورې محدود وو، چې په تړل کېدو سره به یې خلک متاثره کېدل، خو اوس په یوه بندر پورې زموږ  د تړاو  ستونزه حل شوې  او په ډېر کم وخت کې زموږ توکي له چین څخه د حیرتان بندر ته رسېږي.
هغه زیاته کړه د اقینې بندر د افغانستان په مهم بندر بدل شوی او موږ له ګاونډیو هېوادونو سره په ګډو نقاطو کار کوو ترڅو په اساسي ډول د سیمې هېوادونو ته د افغانستان د وارداتو زمېنه برابره شي.
جمهوررئیس وویل، د افغانستان د صادراتو او وارداتو لپاره ترکمنستان، اذربایجان، ګرجستان او ترکیه د بدیل لارې دي او موږ تر اروپا پورې رسوي چې  په دې برخه کې پنځه اړخیزه مواققه د اجرا په حال کې ده، تر څو دغو غوښتنو ته لاسرسی ومومو.
هغه د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د ډېرو ترانزیتي لارو د پرانیستلو خبر ورکړ، وې ویل چې د ازبکستان-افغانستان ریل پټلۍ د جوړېدو په برخه کې خبرې روانې دي او اغېز به یې نه یواځې د هېواد په شمال پورې، بلکې  افغانستان شموله وي. هغه ټینګار وکړ چې د مرکزي اسیا هېوادونه د افغانستان اساسي شریکان ګڼل کېږي.
جمهوررئیس دې ته په اشاره چې زموږ سیمه ییز سیاست به د هوساینې او ثبات لامل وي څرګنده کړه، ۱۱۹ کاله مخکې منځنۍ اسیا له افغانستان څخه جلا وه او اوس افغانستان د منځني اسیا او قفقاز هېوادونو  نه جلا کېدونکې اقتصادي برخه ګڼل کېږي او د یادو هېوادونو پام سویل لوري ته دی.
د هېواد جمهوررئیس د افغانستان موقعیت طلایي وباله او زیاته یې کړه، زموږ تمرکز د منځني اسیا هېوادونو څخه افغانستان ته د انرژۍ نل لیکي پر انتقال دی او په دې برخه کې هر اړخیز مذاکرات دوام لري.
هغه د افغانستان ـ هند هوایي دهلېز د پرانیستې په اړه وویل: هند ته به د افغانستان د محصولاتو صادرات زیات شي او د صاداراتو لپاره به لا ډېر فرصتونه او اهداف  وټاکو.
هغه د خصوصي سکتور، رسنیو  او عالمانو په ګډون د خلکو د بېلابېلوقشرونو، ونډه  له دولت سره د خلکو د ژوند د ښه والي په برخه کې  مهمه وبلله او له هغوی یې وغوښتل، چې په دې برخه کې له حکومت سره همکاري وکړي.
جمهوررئیس وویل، د رسنیو د وړاندیز پر اساس به د مطبوعاتي کنفرانسونو لړۍ دوام پیدا کړي او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه به ۲۰مطبوعاتي کنفرانسونه په راتلونکي کې جوړ شي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د کابینې غړو ته لارښونه وکړه چې په هرو دوو میاشتو کې دې د لویو ملي پروژو د کارونو د پرمختګ په اړه رسنیو ته معلومات ورکړي.
هغه زیاته کړه، موږ غواړو چې هر اړخیز ملي بحث ترسره شي، ترڅو د رسنیو او خلکو ټولو پوښتنو ته ځواب وویل شي. جمهوررئیس ټینګار وکړ، زموږ تمرکز د خلکو د ژوند پر بدلولو دی او غواړو چې ننګونې پر فرصت بدلې کړو .
محمد اشرف غني د ادارو د سرپرستې، د بودیجې نه مصرف او د ائتلافونو جوړېدو په اړه د خبریال پوښتنې ته په ځواب کې وویل، هرهغه څوک چې اصلاحي طرحې لري موږ یې هرکلی کوو.
هغه زیاته کړه، افغانستان  له نړیوالې ټولنې سره دریم او وروستی فرصت لري، موږ په کال کې له نړیوالې ټولنې څخه ۲.۵ ملیارده ډالره ژمنه اخیستې، دخپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو پیاوړتیا لپاره مو بین المللي قوا قانع کړه، له سیمې سره مو د منفي اړیکو وضعیت ښه کړ او دا هغه موارد وو چې نورو پرې شک درلود.
جمهوررئیس د بودیجې مصرف په اړه وویل د نړۍ ۱۰۰ هېوادونه په دې برخه کې ستونزې لري او عمده بحث دا دی چې د وزارتونو او دولتي بنسټونو کلیدي وظایف مشحص او تفکیک شي. هغه وویل د سرپرستۍ موضوع به تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې  پای ته ورسېږي.
جمهوررئیس د سولې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، موږ له پاکستان سره د سولې او دولت په دولت د بحث غوښتونکي یوو، داسې سوله چې باعزته، تلپاتې او د خلکو غوښتنه وي، خو دا ټول وخت ته اړتیا لري.
هغه څرګنده کړه،له پاکستان سره تراوسه موافقې ته نه یوو رسېدلي او د هر پرمختګ پړاو کې به مشورې ترسره شي. هغه ټینګار وکړ، زموږ تمرکز پر لومړیتوبونو دی، موږ لومړی له پاکستان او بیا طالبانو سره سوله غواړو، هیله ده چې پاکستان سم انتخاب وکړي. اختلافات وڅېړل شي او د همکارۍ پر فرصتونو بدل شي.
جمهوررئیس محمد اشرف غني په ټینګار وویل، هغه طالبان چې د بېګنا ه خلکو په وژلو لاس پورې کوي دهشت او وحشت رامنځته کوي، نور فرصت نه لري.
هغه همداراز د افغانستان په برخه کې د امریکا د ستراتیژۍ په اړه وویل، د امریکا متحده ایالات مثبت لیدلوری لري او زموږ د هوایي ځواک پیاوړتیا لپاره یې ۸۶۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي او زموږ هوایي ځواک به تر ۲۰۲۰ کاله پورې په اساسي ډول سمبال شي .
جمهوررئیس د ټاکنو ترسره کېدو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، د ټاکنو  ترسره کېدو  لپاره د امکاناتو برابرولو ته منظمې  غونډې روانې دي او هند تیار دی چې په دې برخه کې له موږ سره تخنیکي مرسته وکړي. هغه له ټولو قشرونو وغوښتل، چې د ټاکنو بهیر وڅاري.
جمهوررئیس غني د اوبو مدیریت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، د افغانستان ۱۸ میلیارده متر مکعبه اوبه مهارکېږي او د هلمند معاهده چې زموږ د مناسباتو اساس جوړوي عملي به شي او دا د بین المللي همکاریو زمینه برابروي، نه د تضاد.هغه زیاته کړه، له جغرافیه یي موقعیت وروسته اوبه زموږ دویمه ملي پانګه ده.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، له ایران سره د دوستانه مذاکراتو طرحه ترتیب شوې او په دې برخه کې د دواړو خواوو جوړې شوې کمېټې کار کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته