امنیت

پنځه طالبان په فراه کې ووژل شول

کابل/ د سلواغې۳۰ مه/ باختر
پنځه وسله وال طالبان د فراه په بالا بلوک ولسوالۍ کې د پوځيانو د درې ورځو عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
د هېواد په لوېديځ کې د ظفر قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته وويل: دغه وسله وال طالبان د بالابلوک ولسوالۍ په دوو کليوکې د ظفر -٥٢ په نامه عملياتوکې  ووژل شول.
خبرځاى زياته کړه چې په عملياتوکې تر اوسه ٢٠ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي ترلاسه شوي،  ٧ ماينونه شنډ او د دښمن ٤ سنګرونه ويجاړ کړاى شوي دي.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته