سیاست

د روان تقنیني کال دلومړي اجلاس وروستۍ غونډه دمشرانوجرګې د رييس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ جوړه شوه.

-کابل/ دچنګاښ ٣١مه /باختر:
د ملي شورا د مشرانوجرګې د روان تقنیني کال د لومړي اجلاس وروستۍ غونډه د مشرانوجرګې د رييس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ جوړه شوه.
دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
غونډه له اجندا سره سم د ملي شورا د تقنیني اوولسمې دورې د دویم کال د لومړي اجلاس په لړ کې د دې جرګې د کړنو راپور د جرګې د منشیانو مولوي عبدالله قرلق او ډاکټر محمدفیصل سمیع له خوا وړاندې او وویل شول د کرونا وبا  چې د دولتي بنسټونو کاري برخو کې یې ستونزې جوړې او د حکومت د پرېکړې له مخې قرنطین اعلام شو او په ټولنو او غونډو محدودیتونه وضع شول چې دغه امر د مشرانوجرګې په فعالیتونو هم منفي اغیزه وکړه او د مجلس کاري چارې په عادي توګه ترسره نه شوې.
سره له دې هم سنامجلس د وقایوي تدابیرو په پام کې نیولو د هېواد د لوړو ګټو، ملي او نړیوالو مهمو قضایاو پر وړاندې خپل مسئولیت درک او په لومړي اجلاس کې یې ۱۸عمومي، ۱۷۱ د کمېسیونونو او څلور د ريیسانو د کمېټې ناستې جوړې او پکې یې ۱۹۰ ځلې حکومتي چارواکي استجواب کړل او هم یې اووه عنوانه تقنیني سندونه او شپږ عنوانه معاهدې او هوکړه لیکونه تصویب او تصدیق کړل.
د راپور د اورېدو وروسته د مشرانوجرګې رييس دسناتورانو د اوړي یو نیم میاشتني تعطیلات اعلام او په پلازمېنه او ولایتونو کې یې د امنیتي چارواکو وغوښتل چې د هېوادوالو په ځانګړې توګه د سناتورانو د امنیت په خوندیتوب کې لازم اقدام وکړي.
ورپسې غونده کې د ننګرهار ولایت د پخواني والي شاه محمود میاخېل د دې ولایت  د ملي امنیت د پخواني ريیس نظر علي واحدي او د نورستان د مخکیني والي حافظ عبدالقیوم د مثبتو لاسته راوړنو، فعالیتونو او کړنو څخه تقدیر او ستاینه وشوه او هغوی ته د جرګې تقدیر لیکونه او نښانونه ډالۍ شول، په ضمن کې فضل هادي مسلم یار دجرګې په استازیتوب، شاه محمود میاخېل ته د ملي دفاع وزارت د لومړي مرستیال او ډګرجنرال نظرعلي واحدي ته دملي امنیت لوی ریاست د ولایتي مرستیال په توګه دګمارل کېدو مبارکي وویله او هغوی ته یې په نویو دندو کې دبریاوهیله وکړه.
د ننګرهار او نورستان ولایتونو پخوانیو چارواکو هر یوه په خپل وار د دې سربېره چې د مشرانوجرګې د تقدیر او ملاتړ څخه قدرداني وکړه او د سیمه ییزو ادارو سره یې دننګرهار او نورستان ولسونو د نږدې همکاریو څخه هم ستاینه درلوده او یاده همکاري یې د امنیتي وضعیت ښه والي او پرمختیایي پروژو په پلي کېدو کې ګټوره وبلله.
ورپسې غونډه کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر سیدحسین عالمي بلخي د یاد وزارت د پنځه کلنو اجرااتو رپوټ وړاندې او وویل: دې موده کې د وزارت بېلا بېلو برخو کې د بدلونونو د راوستلو او وضعیت د ښه کېدو په موخه اقدام او د بهرنیو زیاتو مرستو د جذب په موخه د روڼوالي د رامنخته کېدو په خاطرکارشوی،همدا راز ځینې کسان د فساد په تورعدلي بنسټونو ته پیژندل شوي او ۸۸ میلیونه افغانۍ عادي بودجه کې سپما شوي دي.
بلخي زیاته کړه دبیځایه شویو اوبېرته راستنېدونکو وضعیت د ښه والي مدیریت په موخه حکومتي کمېټې جوړې او ۱۵۹ هوکړه لیکونه مرستندویو موسسو سره لاسلیک شول او د اروپایی هېوادونو سربېره ایران او پاکستان سره کار وشو چې د کډوالو د جبري ویستلو مخنیوی وشي.
نوموړي وویل:ترکیې،یونان او اندونیزیا هېوادونو کې چې دترانزیت تګلوري دي د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه هڅې روانې دي او ترکیه کې میشت د افغان سفارت په همکارۍ د هغو افغان کډوالو د جسدونو د انتقال په موخه به هم اقدام وشي چې څه موده وړاندې یې بیړۍ د ترکیې د وان ښار اوبو کې ډوبه شوې ده.
دغونډې آزادو بحثونو کې يوشمېرسناتورانو هېواد کې دسولې راتلل د افغان ولسونو لپاره مهم لومړیتوب یاد او وویل، باید حکومت او طالب لوری د زندانیانو د خوشې کېدو په شمول پدې برخه کې ټول خنډونه لیرې کړي ترڅو د افغانانو ترمنځ د سولې خبري پیل او د سولې بهیر مطلوبې پایلې ته ورسیږي.
دغه راز سناتورانو د هېواد د یوشمېر سیمو د امنیتي وضعیت څخه په اندېښنې سره وویل چې ډېری مواصلاتي لاري ناامنه دي او طالبان په کې خلکو ته ستونزې جوړوي او د موټرو څخه یې پیسې اخلي او د دې سربېره کابل، هرات او مزار شریف کې جنایي جرمونو زیات شوي او د خلکو ځان او مال په کې خوندي نه دي چې باید د هېواد دفاعي، امنیتي او کشفي سکتور د دې ستونزو دمهار په موخه سملاسي اجراات وکړي.
ناسته کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د کابینې په نه بشپړېدو او د روغې جوړې د عالي شورا پر نه جوړښت نیوکه او څرګنده شوه چې باید د دولت مشرتابه په دې برخو کې د یوه مسئول حکومت د رامنځته کولو په موخه سملاسي اقدام کړي.
یوشمېر سناتورانو وویل:ټولنیزو رسنیو کې داسې مکتوب خپورشوی چې دملي شورا دغړو او له دویم بست پورته کارکوونکو د رسمي اوشخصي سفرونو اجازه دجمهوري ریاست د چارو ادارې رئيس ته ورکړل شوې چې دا کار نامناسب او د منلو وړ نه دی ځکه د ملي شورا د غړو واکونه او مسئولیتونه په قانون کې روښانه دي.
خو دجرګې رئیس فضل هادي مسلم یار وویل: په هغه صورت کې چې دې برخه کې ملاحظې شتون ولري د تقنیني، عدلي او قضاییی چارو کمېسیون دې د اړونده چارواکو سره په مشوره حل کړي.
همدا راز وویل شول چې دې وروستیو کې د قمر ګل په نوم یوې انجلۍ د خپل کوچني ورور سره د غور ولایت تیوره ولسوالۍ کې د هغو طالبان چې په کور یې د برید په وخت د نوموړې مور او پلار په شهادت رسولي وو، په مقابل کې دفاع وکړه او ددې ډلې څوتنه یې ووژل چې د غور محلي اداره باید دهغې او د کورنۍ د پاتې غړو د امنیت نیولو ته لازمه پاملرنه ولري.
ناسته کې دمرحوم محمدظاهرشاه لمسي سناتورشهزاده مصطفی ظاهر وویل چې د زمري دویمه دملت د بابا محمدظاهرشاه د مړینې د دیارلسمې کلیزې سره برابره ده چې هرکال د حکومت او دمرحومي د کورنۍ له خوا لمانځل کیږي خو کورنۍ یې د اوسني کړکیچن وضعیت په موخه سږکال د یادو مراسمو د رسمي لمانځنې څخه ډډه کړې او له ولسمشره غواړي چې د یاد مناسبت له پاره ځانګړې شوې پیسې دحکومت یو خیریه بنسټ ته انتقال کړي چې وړاندیز یې هرکلي سره مخ شو، او دمجلس رئيس د ملت د بابا دمړینې د دیارلسمې کلیزې په مناسبت د تسلیت وړاندې کولوسربېره د ټولو سیاسیونو وغوښتل چې د مختلفو مناسبتونو مصارف دې ټولګټو پروژو او خیریه بنسټونو لپاره وقف کړي.
د دې سربېره آزادو بحثونو کې تخار ولایت کې دمخابراتي شبکو دستونزو، کارکوونکو سره د عامې روغتیا وزارت په ګډون د ډېریو وزارتونو د ځینو سرپرستانو ناسم چلند، قسمي معلولانو باندې د موټر چلولو جواز د نه ویش، کابل ته د ایران د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال د وروستی سفر په اړه غبرګون،محصلانو لپاره د انټرنیټي امکاناتو د نشتوالي په نسبت د روزنیزو موسسو د انلاین درسونو ټيټ کیفیت او د خصوصی لوړو زدکړو بنسټونو له خوا محصلانو څخه د زیاتو پیسو اخیستل، یوشمېرسناتورانو سره دحامد کرزي نړیوال هوایی ډګر کې ناسم چلند او ځینې نور موارد هم مطرح شول.
د مطرح شویو مواردو جمع بندۍ کې د مشرانوجرګې رئيس فضل هادي مسلم یار د باعزته او تلپاتې سولې په ټينګښت د ټینګار ترڅنګ وویل: سوله مهم لومړیتوب دی او باید یې پروړاندې ټول خنډونه لیرې شي او ډاډ یې ورکړ چې دسولې او نورو ملي مسایلو په اړه به د سناتورانو نظریې ولسمشرسره شریکي کړي.
د مشرانوجرګې رئيس یوشمېر ولایتونو کې د جنایي جرمونو او ناامنیو د زیاتوالي مواردو ته په اشارې سره وویل، هڅه به وکړم چې یادو برخو ته چارواکي متوجه کړم ترڅو د ناامنیو او جنایي جرمونو په مهارولو کې جدي چلند وکړي، دسنامجلس رئیس ټینګار درلودچې باید دوسله وال پوځ ټپیان او شهیدان په خپل وخت انتقال شي.پاى- ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته