سیاست

قضاوت پوه عبدالرشيد راشد : محکمې خپل مکلفيتونه په مسوولانه ډول تعقيبوي .

کابل باختر د سلواغې لومړى  :
دسترې محکمې سرپرست قضاوتپوه عبدالرشيد راشد نن دخپل کار په دفتر کې په کابل کې ديوناما ددفتر دهمکاريو دبرخې له لوى رييسې ميرمن  مارتارويدس  سره وکتل .
دسترې محکمې دخپرونو رياست باختراژانس ته خبر ورکړ په دې کتنه کې لومړى  دسترې محکمې  سرپرست  دقانون دواکمنۍ  دپياوړتيا ، قضايي  عدالت ،  د بشري حقوقو دتامينولو اوله اداري فساد سره دمبارزې  په برخه کې د قضايه قوې  دکړنو په باب  خبرې وکړې او زياته يې کړه چې دهيواد  محکمې په دغو  برخو کې خپلې قانوني  دندې اومکلفيتونه په مسوولانه ډول او په ژمنتوب سره تعقيبوي او سترې محکمې  هم دهغوى دمسلکي  پوهې دکچې دلوړولو په مقصد له کورنيو امکاناتو او دنړيوالوهمکارو موسسو په تيره بيا دملګروملتو دسازمان په دفتر پورې داړوندو موسسو له همکارۍ څخه داستفادې سره دهيواد په دننه اوبهر کې ګټور پروګرامونه  اجرا کړي دي .
وروسته ميرمن مارتا داړوندو پروګرامونو او هدفونو دبيانولو په ترڅ کې زياته کړه چې دافغانستان له عدلي اوقضايي بنسټونو سره ددغه دفتر همکاري او  همغږي په تيره بيا دهمکارو موسسو  له لارې په ښه توګه دوام لري  اوموږ دپخوا په شان  دقانون دواکمنۍ  دتامينولو او دقضايي  څيړنو په بهير کې دافرادو د حقوقو درعايتولو په لاره کې  دقضايه قوې دپروګرامونو  او اقداماتو ملاتړ کوواو په دې ساحه کې دهمکاريو په دوام ژمن يو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته