اقتصاد

دکونړ دګمرک نوى ودانۍ پرانستل شوه .

کابل_ باختر دثور دريمه :
  دکونړ ولايت دګمرک نوى  ودانۍ  نن ګټې اخستنې ته وسپارل شوه .
دکونړ ولايت دګمرک رييس خان زادګل باختراژانس ته وويل،  دغه ودانۍ  ديوجريب  ځمکې په ساحه کې په دوو پوړونو په اساسي او پاخه ډول  په اسعد اباد ښار کې په يوکال کې  جوړه شوې ده .
دده دڅرګندونو له مخې،  په دې ودانۍ کې څلورويشت  کاري خونې ،  دکنفرانس سالون اونور ضروري ملحقات لري .،
دماليې وزارت  له پرمختيايي بودجې څخه څه دپاسه څليرويشت مليونه افغانۍ لګيدلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته