امنیت

دطالبانو قوماندان ملافتح وو ژل شو.

کابلباختر دچنګاښ ٢٣ مـــــــه

دوسله والو طالبانو سيمه ييز قوماندان ملافتح دغزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کې ووژل شو.

 دغه قوماندان تيره شپه  دافغان اوناټو ځواکونو دګډو عملياتوپه بهيرکې په داسې حال کې چې  په يو کور کې پټ شوي و وژل شوى دى.

ويل کيږي   چۍ دناټو ځواکونو ددغو عملياتوپه بهيرکې   ددغه کور درې تنه غړي  چې ملافتح ته يې پناه ورکړې وه له ځان سره  بيولي دي.

داندړو ولسوال شيرخان يوسفزي باختراژانس ته وويل چې ددغو عملياتوپه بهيرکې  ملافتح او دهغه يو ساتونکي وژل شوي دي   اوافغان او ناټو ځواکونو ته زيان نه دى رسيدلى .

ده تائيد کړه چې دناتو عسکرو   ددغې کورنۍ درې تنه غړي  له ځان بيولي دي  .

داندړو ولسوال په ملافتح باندې ددغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دلسګونو ترورستي بريدونو تور ولګو ل .  اوخوښي څرگندوي چې دده په وژل کيدوسره به په اندړو کې امنيت ښه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته