کابل باختر دغبرګولي اتمه :
دپنجشير د والي دکار په دفتر ځانمرګي يرغلګر دافغان پوځيانو له خوا وځپل شول.
نن سهار دڅلورو بجو په شاوخواکې پنځو تنو ځانمرګو يرغلګرو د پنجشير ولايت په ودانۍ بريد وکړ .
لومړى يوه ځانمرګى يرغلګرپه خپل بدن کې ځاى پرځاى شوي چاوديدونکي توکي د پنجشير د والي دکار د دفتر په وړاندې وچول، وروسته څلور تنه نور يرغلګر دغو تاسيساتو ته ننوتل .
دپنجشير د والي مرستيال مولانا عبدالرحمن کبيري دباخترآژانس خبريال ته وويل: هغه څلور تنه يرغلګرچې د ولايت ودانۍ ته ننوتي وو؛ له دوه ساعته نښته وروسته وځپل شول .
دغه سيمه ييز مقام په دې پيښه کې دپوليسو ديو مامور شهادت تاييدوي .
ويل کيږي، په دې بريدکې د پنجشير ولايت د ودانۍ يوې برخې اور اخستى دى .
دپنجشير سيمه ييز مقامات وايي چې ديرغلکرودبريد په وخت کې دپنجشير والي دخپل کار په دفترکې نه و .
يوامنيتي مسوول د پنجشير په بازارک کې وايي چې له دغو ځانمرګو يرغلګرو څخه يو موټر بمونه ددغه ولايت ودانۍ ته څېرمه پاتې شوى دى.
د پنجشير د والي مرستيال وويل چې امنيتي مامورين هلې ځلې کوي چې دغه بمونه شنډ کړي.