امنیت

په کونړکې يو ښوونځى او يو کلينيک د بم په واسطه ويجاړ شول

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٨
وسله والو طالبانو تېره شپه د کونړ ولايت د ناړى په ولسوالۍ کې يو ښوونځى او يو کلينيک د بم په واسطه ويجاړ کړل .
د کونړ ولايت امنيه قوماندان عبدالحبيب سيدخيل دباختر آژانس خبريال ته وويل: وسله والو طالبانو د ساو د سيمې د نجونو په ښوونځي کې بم ښخ کړ چې د چاودنې له امله يې دغه ودانۍ په سلوکې ٨٠ ويجاړه شوې ده .
ده زياته کړه: د دغې چاودنې له امله د قرآن عظيم شان يو شمېر نسخې او نور کتابونه له منځه تللي دي.
سيدخيل وويل: طالبانو د ناړى د شيرګل د سيمې په روغتيايي کلينيک هم بم کيښود چې د چاودنې له امله يې د کلينيک ودانۍ ته زيان اوښتى دى .
د ده د څرګندونو له مخې: په دغو ورانکارو پيښوکې څه دپاسه پنځوسو تنو وسله والو طالبانو ګډون کړى و؛ خو چاته زيان نه دى اوښتى.
د کونړ ولايت د پوهنې رييس سيدجمال الدين حسيني وويل چې د ښوونځي په چولو سره٢٥٠ تنه زده کوونکي له زده کړې څخه پاتې شوي دي او د ښوونځي د ودانۍ ترڅنګ ميزونه، څوکۍ او کتابونه يې هم له منځه تللي دي .
د کونړ ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکتر اسدالله فضلي وويل: طالبانو د کلينيک ساتوونکى په يوه خونه کې تړلې و او بله خونه يې وچاوه چې له امله يې ودانۍ ته زيان اوښتى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته