غزني / د غویی / ۲۸/ باختر
پنځلس وسله وال طالبان پرون له غرمې وروسته په غزني کې د پوځیانو په عملیاتو کې ووژل شول .
د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند سردار ولي تبسم باختر اژانس ته وویل چې دغه وسله وال طالبان د غزني د قره باغ ولسوالۍ د ابراهیم خیلو په ساحه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شول .
تبسم زیاته کړه چې په دغو عملیاتو کې ٤ نور طالبان ټپیان شول او دوه نور وسله وال طالبان ونیول شول ، یوه اندازه جنګي وسایل تر لاسه شول او د دوی فلدر موټر ویجاړ شو اود طالبانو ٤ ښخ کړی شوي ماینونه په ساحه کې کشف او شنډ شول .
پای / سعیده
1 د یوې دقیقې څخه لږ