نړۍ

اسرائيل يهودي مهاجرينو ته زر نوي کورونه جوړوي

تل البيب وي  او  اې باختردزمري دمياشتې ٢١
اسرائيل وايي  چې د اردن د سيند په لويديځ ساحل او په ختيځ او بيت المقدس کې يهودي مهاجرينو ته څه  دپا سه زر نوي کورونه  جوړوي.
اسرائيلو پرون په داسې حال کې له خپل دغه پلان څخه پرده پورته کړه  چې ټاکل شوې ده  اسرائيلي او فلسطيني مرکچيان درې  ورځې وروسته دمستقيمو خبرو     د دويم  پړاو لپاره په بيت المقدس کې راغونډشي .
په منځني ختيځ کې دپخوانۍ شخړې دپاى ته رسولو په خاطر دفلسطينيانو او اسرائيلو ترمنځ مستقيمې خبرې په ٢٠١٠ م کال کې ديهوديانو د استوګنې د ښارګوټو د جوړولو دکار په دوام بندې شوې .
دغه خبرې تيره مياشت دامريکا په منځګړيتوب په  واشنګتن کې له سره پيل شوې. فلسطينيان له  زياتې مودې  راپه  دې خوا  ټينګار کوي که چيرې اسرائيل په اشغالي سيمو کې د ښارګوټو جوړول  بند نه کړي له تل البيب سره به خبرې  ونه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته