امنیت

په کابل کې د چاودنې له امله څلور تنه ټپیان شول

کابل / د سلواغۍ / ۱۸/بختر

په هغې چاودنه کې چې نن له غرمې مخکې د کابل د لومړۍ ناحیې د باغ قاضي په ساحه کې وشوه ٤ تنه ټپیان شول .

د کابل د امنیې قوماندانې ویاند فردوس فرامرز په باغ قاضي ساحه کې د یوې چاودنې خبر تایید کړی دی.

ویل کېږي چې چاودنه په یو دکان کې شوې ده چې له امله یی ٤ تنه يې ټپیان کړي دي .

٣ تنه ټپیان زموږ د هېواد سکان دي . زیات جزییات وروسته خپرېږي .

پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته