امنیت

په قندهارکې د تروريستي بريدونو يو مرستندوى ونيول شو

 

کابل _ باختر دوري شپاړسمه :

 هغه سړى چې ويل کيږي په قندهارکې يې د وسله والوطالبانو ډلې ته دجنګي وسايلو او دمالي امکاناتو د برابرولو مسووليت په غاړه درلود؛ په پوځي عملياتو کې ونيول شو .

  دغه سړى چې هويت يې نه دى په ډاګه شوى، پرون د ډنډ ولسوالۍ په مربوطاتو کې ونيول شو .

 باخترآژانس د ناټو د يوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې دغه سړى په ډنډ ولسوالۍ کې د تروريستي بريدونو دترسره کولو لپاره د وسله والو طالبانو ډلې ته جنګي وسايل او مالي امکانات برابرول .

  ناټو وايي چې ددغه سړى جنګي وسايل او امکانات زياتره په افغان سرتيرو او په سيمه ييزو مسوولينو د بريد لپاره کارول کيدل .

 ويل کيږي چې ددغو پوځي عملياتو په بهيرکې د وسله والوطالبانو په ډلې پورې اړوند درې تنه نور هم نيول شوي دي .

له بلې خوا ناټو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د جوزجان او فارياب د ولايتونو په مرکزونوشبرغان او ميمنې ښارونوکې د نښتو په بهيرکې د دريو تنو وسله والو طالبانو د نيولوخبر ورکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته