نړۍ

له نړيوالو قدرتونو سره دايران داټومي خبرو نوي پړاو پاى ته ورسيد .

تهران  باختر د وري  يو ويشتمه :
  داطريش په پايتخت ويانا کې  دايران  او دنړيوالو قدرتونو داټومي خبرو نوي پړاو پاى ته ورسيد .
ټاکل شوې ده  دخبرو بل پړاو دثور دمياشتې  په درې ويشتمه نيټه په همدې ښار کې  ترسره شي .
  داروپا داتحاديې دبهرني سياست  مسوولې  کاترين  اشتون پرون  دايران دبهرنيو چارو له وزير  محمدجواد ظريف سره په ګډ خبري کنفرانس کې اعلام وکړ چې  دخبرو په دې پړاو کې  هغه ټولې مسئلې  چې بايد په  هراړخيزه  موافقه کې ځاى کړى شي  ،  څيړل شوي دي  خو لاتراوسه پورې  زيات کارونه  په مخکې شته .
  له دې سره جوخت  د اټومي انرژي دنړيوال اژانس لوى مدير يوکيا امانو اعلام وکړ  چې ايران داژانس پوښتنو ته دځواب ورکولو په تګلوري کې ايران ته  له استول شويو  پلټوونکو سره مناسبه همکارى  کړې ده .
  داټومي خبرو  دنوي پړاو په بهير کې د ايران  او دپنځه  جمع يو دډلې داستازو په خبرو سربيره  دايران او دامريکا دمتحده ايالاتو استازو هم  دتړلو دروازو ترشاه  خبرې وکړې .
دامريکا دبهرنيو چارووزارت سياسي مرستيال وندي شرمن دخبرو په نوي پړاو کې دامريکايي هيئت  سرپرست  و ،
دغه راز دامريکا دماليې وزارت  او دملي امنيت دشورا  مقاماتوپه دغو خبرو کې برخه لرله . 
تيره اوونۍ  دکارپوهانو په کچه دايران او دپنځه جمع يو دډلې خبرې په ويانا کې  دملګروملتو دسازمان  په دفتر کې  ترسره  شوې .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته