هرات/ باختر د لړم دمياشتې ٨ مه :
د يار مهربان اتم فرهنګي – هنري نندارتون او د توحيد د تعليمي موسسې د روزنيزو رباتونو څلورم اولمپياد پرانستل شو .
د هرات ولايت د عمومي تعليماتو آمر او د پوهنې رياست سرپرست عزيز الرحمن سروري ددغه نندارتون په پرانستلوکې دهرات دپوهنې د زده کوونکو برياليتوبونه وستايل .
د توحيد د تعليمي موسسو د عمومي مسوول محمود رضايي د څرګندونوله مخې، دغه نندارتون څوارلس غرفې لري چې په هغوکې د زده کوونکو علمي او روزنيز برياليتوبونه نندارې ته وړاندې شوي دي .
د يادونې وړ ده چې دغه نندارتون د روانې اوونۍ تر پاى پورې د کتوونکو پرمخ پرانستى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ