روغتیا

د عامې روغتیا وزارت په کونړ کې د ګوردو د درملنې مرکز جوړ کړ

۳۵- کابل / د سلواغې ٧ مه / باختر
د عامې روغتیا وزارت د نږدې ۸ مېلیونو افغانیو په لګښت د کونړ په ولایتي روغتون کې د ګوردو د درملنې مرکز جوړ کړ.
د کونړ والي محمد اقبال سعید وایي چې په دغه مرکز کې به په وړیا ډول هېوادوالو ته خدمات وړاندې کېږي او هېوادوال به نور دې ته نه اړ کېږي چې د ګوردو د درملنې په خاطر خپل ملکیتونه وپلوري او بهرنیو هېوادونو ته لاړ شي.
په ورته وخت کې د عامې ورغتیا وزارت د معالجوي طب عمومي رییس محب الله ځیر وویل چې یاد مرکز کې د فارمسۍ، ای سي جي، التراساونډ، د اوبو د تصفیې او تقویه کولو څانګې په عصري وسایلو  سمبالې شوې او د روغتیایي کارکوونکو روزنې ته هم جدي پاملرنه شوې ده.
بل خوا ځایي خلک بیا په ولایتي روغتون کې د ګوردو د درملنې مرکز فعالیدل د کونړ خلکو لپاره ښه زیری بولي او له روغتیا وزارت په نورو بېلابېلو برخو کې د پرمختګونو غوښتنه کوي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته