امنیت

اوويا کيلوګرامه اپين په جوزجان کې ترلاسه شول

شبرغان  باخترلړم دمياشتې ٢ نيټه  :
د جوزجان ولايت پوليسو نن اوويا کيلوګرامه اپين کشف اوضبط کړل.
د جوزجان ولايت ا منيه قوماندان مل پاسوال فقيرمحمد جوزجاني باخترآژانس ته وويل  چې دغه اپين دپوليسو له خوا دشبرغان ښار دمصر آباد دکلي  ددښتې په ساحه کې ضبط شول.
جوزجاني زياته کړه چې قاچاق وړونکو دغه اپين په يوه سراچه ډوله موټر کې ځاى پرځاى کړي  و او غوښتل يې چې  هغه کابل ته وليږدوي.
يوه اړونده خبرځاى وويل  چې دقضيې عاملان له يوه موټرسايکل څخه په استفادې سره په تيښتې بريالي شوي دي خو پوليسو دهغوى دنيولولپاره هلې ځلې پيل کړي دي.
پاى ف ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته