کابل باختر دليندي شپږمه
امنيتي ځواکونو په تيرو څليرويشتو ساعتوکې د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ٣٣ تنه وسله وال طالبان ووژل .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: امنيتي ځواکونو د ننګرهار ، نورستان ، قندهار ، زابل ، او دهلمند د ولايتونو په مربوطاتو کې يو لړ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله ٣٣ تنه وسله وال طالبان ووژل شول؛ دوه تنه يې ټپيان او نهه تنه نور يې ونيول شول .
په دغو عملياتو کې يوه اندازه جنګي وسايل او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ