ټولنه

هوايي ډګرونه دې بايد له کاره وتلو وسايلو او تجهيزاتوله شتون څخه خالي شي

کابل باختر دزمري درې ويشتمه :
دملکي هوايي چلند دخپلواکې ادارې لوى رييس محمود شاه حبيبي  دحامدکرزي دنړيوال هوايي ډګر په کتنه کې دکورنيو هوايي شرکتونو چارواکو ته لارښوونه وکړه چې ډير ژر دې  خپل  له کاره وتلي  وسايل الوتکې او تجهيزات  دهوايي ډګر له ساحې څخه لرې کړي .
  دملکي هوايي چلند ادارې  باختراژانس ته خبر ورکړ ،  دملګي هوايي چلند دخپلواکې ادارې  لوى رييس  دحامدکرزي  دنړيوال هوايي ډګر  چارواکو ته  لارښوونه وکړه چې ديوې اوونۍ په دننه کې دې  موضوع  په جدي توګه  تعقيب کړي او په  هوايي ډګر دساتنې او څارنې په برخه کې  موظف  قراردادي شرکت دنده لري  چې په دې برخه کې  بيړنۍ اقدام وکړي .
  دملکي هوايي چلند دخپلواکې ادارې لوى رييس وويل  چې دجمهور رييس له لارښوونې سره سم  دحامدکرزي دنړيوال هوايي ډګر  ساحه دې بايد له نه استفادې وړ الوتکو او تجهيزاتو سره تشه او پاکه شي .
  دغه راز  ددغې کتنې په بهير کې حبيبي  ددغې ادارې  دپلان او دپروژو دتطبيق  رياست ته  دنده وسپارله  چې دحامدکرزي  دنړيوال هوايي ډګر درمپ – ٣ دطرحې او ديزاين په باب کار وکړي او هغه  چمتو کړي .
دډګر دفنس ترميمول او بيا جوړول هغه موضوعګانې وې  چې په  دې کتنه کې  دملکي هوايي چلند  دخپلواکې ادارې  لوى رييس  په دې برخه کې اړوندو څانګو ته لارښوونه وکړه  چې د ډګر دمصوونيت او امنيت  دپياوړتيا او ټينګښت په موخه هغه  تعقيب کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته