کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ١١
دمرکز د زون د واليبال سيالۍ نن په اووه لوبو سره دوام مومي.
داولمپيک دملي کميټې دخپرونو دآمريت باختر آژانس ته خبرورکړ :
په دغو سياليو کې دسرې مياشتې ټيم دخيرخانې دځوانانو ، دملي امنيت ټيم دافغان ملى له ټيم ، دپنجشير ټيم د غازي عبدالله ، دچار آسياب ټيم دکارتوګرافي ، د اردو الف ټيم د غزني ټيم د اردو بى د چهاردهي له ټيم سره او دپوليسو دشپاړلسمې حوزې ټيم دامريکايي پوهنتون له ټيم سره لوبې کوي.
دفوټبال فدراسيون د ادارې مسوول عارف پيمان دڅرګندونو له مخې :
دغه سيالۍ په دوو ګروپونو کې دليګ په سيستم د ورزشکارانو ترمنځ دواليبال دورزش د ودې په مقصد اوپه سراسري سياليو کې دګډون په خاطر دغوره ټيمونو دانتخابولو په مقصد چې په راتلونکې کال کې په ترسره شي پيل شوي دي .
1 1 دقیقه لوستل