کابل باختر دوږي دمياشتې١٢ نيټه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون د شهید سردارمحمد داوود خان روغتون له ټپيانو او ناروغانو سره چې دا مهال په دغه روغتون کې بستر او تر درملنې لاندې دي وکتل او هغوی ته یې د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وويله.
د هېواد جمهوررئیس دشهید سردارمحمدداوود خان روغتون د ټپیانو او ناروغانو د پوښتنې پرمهال چې لوړ پوړي دولتي پلاوي او د دغه روغتون مسوولانو یې هم ملتیا کوله د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ټپیانو ته ډاډګېرنه ورکړه او له دوی سره یې نغدي مرسته هم وکړه.
جمهوررئیس غني د شهید سردار محمد داوود خان روغتون ټپیانو او ناروغانو ته په خپل وخت د رسیدګۍ تر څنګ مسوولو ډاکټرانو ته لارښوونه وکړه چې د ټپیانو په درملنه کې له ټولو امکاناتو او وسایلو کار واخلي.
د ټپیانو د پوښتنې پر مهال د دغه روغتون مسوولو ډاکټرانو جمهوررئیس ته، د بسترو ټپيانو د روغتیایي حالت په اړه معلومات او د پر وخت درملنې په اړه ډاډ ورکړ.#
ختم- ع
0 1 دقیقه لوستل