کابل باختر دچنګاښ پنځه ويشتمه :
دسعودي عربستان ملکي ديوان څو شيبې مخکې اعلام وکړ چې سبا دچنګاښ دمياشتې شپږ ويشتمه دجمعې ورځ دنيکمرغه کوچني اختر لومړي ورځ او دشوال دمياشتې لومړي نيټه ده .
ديادونې وړ ده چې دافغانستان په ګډون دنړۍ زياتره هيوادونه د روژې او داخترونو په ګډون دمذهبي ورځو په باره کې دسعودي عربستان دمقاماتو دتصميمونو او اعلام پيروي کوي .
باختراژانس دنيکمرغه کوچني اختر درارسيدو له امله خپلو ټولو مينه والو ته مبارکي وايي .