امنیت

په بادغیس کې چاودنې یوولس ملکیان شهیدان کړل

کابل / د غبرګولي١۶مه / باختر
د بادغیس په آبکمري ولسوالۍ کې پرون د ماین په چاودنه کې د یو موټر۱۱ سپرلۍ شهیدانې شوې.
د آبکمري ولسوال خدا داد طیب باختر آژانس ته وویل چې دغه پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې یو مسافر وړونکی فلانکوچ موټر په آبکمري لاره کې پر ماین وخوت.
طیب زیاته کړه چې په دې پېښه کې د څلورو نارینه وو، څلورو ښځو او درېو ماشومانو په ګډون ۱۱ ملکیان شهیدان شول.
د آبکمري ولسوال وویل چې دغه ماین طالبانو ځای پرځای کړی و.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته